برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ګرشک په یخچال کې يې بشپړ کنډک نیول

آریانانیوز: طالبان وايي د ګرشک په یخچال کې يې بشپړ کنډک نیولی او اوه تنه عسکر يې پکې وژلي دي.


د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه په یخچال سیمه کې د درېیمې لوا اړوند شپږم کنډک تر برید لاندې راوست او بشپړ يې ونیو.
خبرپاڼه زیاتوي برید د شپې په دوولس بجې پیل شو، چې په پایله کې يې « کنډک په بشپړه توګه فتح او پکې میشت ۷ تنه مزدورعسکر ځای پرځای قتل پاتي یې په تېښته ولاړل.»
د هلمند ځايي چارواکو هم په یاده سیمه کې د جګړې خبر ورکړی او د اردو د دریو عسکرو د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو پخلی يې کړی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک دعوه کړې چې په هوايي برید کې د طالبانو یو موټر ویجاړ شوی او پکې سپاره کسان وژل شوي دي.
طالبانو د خپلو دوو ملګرو د ټپي کېدو او یو بل د وژل کېدو پخلی کړی دی.

شریک یي کړئ!