برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر: طالبانو د زرګونو افغان کډوالو د وتلو مخه نیولې ده

آریانانیوز: د کاناډا د کډوالو چارو وزیر ویلي، د هغو زرګونو افغانانو لپاره چې غواړي کاناډا ته راشي او ځینې یې منل شوي، د وتلو کومه خوندي لاره نشته.


د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر وايي، په کاناډا کې زرګونه افغان کډوال د بیا مېشتېدو لپاره منل شوي، خو طالبانو له افغانستانه د دوی د وتلو مخه نیولې ده.

فریز د افغان کډوالو په منلو کې د دغه وزارت د سهل انګارۍ په اړه د نیوکو په ځواب کې وویل: که دا د سیاسي ارادې خبره وای، نو څلویښت زره افغان کډوال څو میاشتې مخکې دلته وو. حقیقت دا دی چې د هغو زرګونو خلکو لپاره چې ځینې یې منل شوي دي کاناډا ته د راتلو لپاره هیڅ خوندي لاره شتون نلري.

نوموړی وويل، طالبان د کابل هوايي ډګر د مديريت توان نه لري او نه شي کولاى په مسلکي ډول سفري اسناد صادر کړي.

کاناډا لا دمخه اعلان کړی چې تر راتلونکي کال پورې به څلویښت زره افغان کډوال ومني.

 

 

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي