برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د څلور قومندانانو په ګډون ۱۷ عسکرهم و وژل شول

آریانانیوز: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د کندز په علي اباد ولسوالۍ کې يې په دولتي پوستو او د ځانګړې قطعې په يو مرکز بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده
احمدي ويلي دي چې په دغو بریدونو کې يې دوه عرادې هاموي ټانګونه، يو موټر سايکل او زياته اندازه سپکه او درنه وسله نيولې ده
د کندز امنيه قومندانۍ وياند انعام الدين رحيمي هم د طالبانو بريدونه تائيد کړې ده خو د تلفاتو په اړه يې کره ارقام نه دي په ډاګه کړي
که څه هم د کندز امنيتي چارواکي د امنيتي ځواکونو تلفات نه رسنيز کوي، خو سیمه ييز خبريالان وايي چې د طالبانو د تيرې شپې په بريدونو کې د اربکيانو عمومي قومندان محمود، قومندان ارباب خوشال او قومندان شربت خان په ګډون ۱۷ تنه دولتي عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي
بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د دولتي ځواکونو تلفات هم زیات شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي