برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د يو قومندان په ګډون ۲۵ عسکر وژل شوي

آریانانیوز: طالبانو تيره شپه د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوسته او يو رينجر بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې د يو قومندان په ګډون ۲۵ عسکر وژلي دي
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د کندهار ډنډ ولسوالۍ په شفا سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو په پوسته او کومکي عسکرو بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۶ عسکر ووژل شول
احمدي وايي چې په دې بريد کې دوه ټانګونه او يو رينجر موټر هم تخريب شوي دي
نوموړي همدا راز ويلي دي چې نن سهار يې په ياده سيمه کې د ګلالي په نامه د امنيتي ځواکونو د قوماندان په موټر چاودنه وکړه چې د ياد قوماندان سربيره يې شپږ عسکر هم وژلي دي
تر اوسه د کندهار ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي