برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د لاټين تر رڼا لاندې د حق غوښتنې په خېمه کې واده

آریانانیوز: د ننګرهار يو مدني فعال د دغه ولايت د حق غوښتنې په خېمه کې د خپل واده مراسم په دې موخه برابر کړي و، چې په خبره يې چارواکي يې غږ واوري او د دغه ولايت د برېښنا ستونزه حل شي.


ديدار احمد مايار د حق غوښتنې د هغې خېمې غړی دی، چې د ننګرهار ولايت مقام مخې ته مدني فعالانو په بادپښ سيمه کې د برېښنا لينونو د پرې کېدو او له دغه ولايت څخه د اسلامي پوهنتون د انتقال په غبرګون وهل شوې ده.
مایار وايي، ځکه يې د خپل واده مراسم په دغه ځای کې نيولي و، چې له يوې خوا يې په بې برقۍ کې مېلمانه نه شو پاللی او له بلې خوا يې چارواکو ته هم ښودل چې ننګرهار مېشتي په ډېرو ستونزو کې دي.
هغه وويل: ((دا چې په ټول ښار کې برېښنا نشته، دا مو ښه وګڼله چې خپل دوستان د دغه اريکين رڼا ته راټول کړو او خپله خوښي همدلته ونمانځو.))
د نوموړي واده ته ډلې ډلې ننګرهار مېشتي ځوانان، مدني فعالان او ادبيان ور روان وو او ډېرو يې د ناوړه دودونو د بدلولو په موخه هغه ته د پلاستيکي ګلانو پرځای د کتاب او يا هم نغدي پيسو ډالۍ ورکولې.
د مدني فعالانو له ډلې عبدالرحمن معاون وويل، دا د ننګرهار او لغمان ولايتونو د چارواکو پر مخ د پيغور څپېړه ده، چې خلک د برېښنا د نه موجوديت له امله د لاټين رڼا ته د واده مراسم ترسره کوي.

د حق غوښتنې د خېمې يو تنظيموونکی برهان الدين سيرت وايي، ځکه يې دغلته د ديدار احمد مايار د واده مراسمو ترسره کولو پرېکړه وکړه، څو چارواکي له دې خبر کړي چې د ټولو ننګرهاريانو د غم ښادۍ مراسم همداسې د لاټين رڼا کې ترسره کېږي.
له تېرو ۳۸ ورځو راهېسې د لغمان په بادپښ سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د کابل له نغلو برېښنا کوټ څخه د ننګرهار او لغمان ولايتونو ته د راغلې برېښنا لينونه قطع شوي دي او دلته يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

شریک یي کړئ!