برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د فرانسې د حکومت لخوا د خطرناکو طالب بندیانو خوشې کیدو مخالفت

آریانانیوز: فرانسې له افغان حکومته غوښتي چې څو طالب جنګیالي خوشې نه کړي چې د دغه هېواد د عسکرو په وژلو کې لاس لري او د طالبانو په لیست کې دي.



د فرانسې خبري اژانس په وینا ، پاریس زموږ د هیواد له چارواکو غوښتي چې ځینې هغه کسان خوشې نه کړي چې فرانسه یې د 400 طالب بندیانو د خوشې کولو په چوکاټ کې ترهګر ګوري.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل: فرانسه اندیښنه لري چې ځینې ترهګر چې په افغانستان کې د فرانسوي اتباعو په وژلو محکوم شوي دي ممکن د خوشې شویو کسانو په ډله کې وي.

په اعلامیه کې راغلي: فرانسه د فرانسوي خلکو پروړاندې په جرمونو محکوم شوي کسان خوشې کیدو سره په کلکه مخالفت کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي