برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عسکرو لړزېدلې پښې، په پروپاګند نه ټینګېږي

آریانانیوز: د ملي امنیت شورا تېره ورځ رسنیو ته په لېږلي ویډيو کلیپ کې ویلي، چې دولتي ځواکونو ته يې د «پراخو تهاجمي» بریدونو امر کړی دی.


د دې شورا ویاند طارق ارین په ویډيو پیغام کې ويلي چې له دې سره به طالبان سخت وځپي، خو طالبانو دا څرګندونې یوازې د عسکرو بایللې روحيې ژوندي کولو ناکامه هڅه بللې.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه څرګندونو کې ويلي، دا ډول اعلانونو د دې لپاره کېږي چې د عسکرو لړزېدلې پښې ټينګې کړای شي.
«په واقعیت کې د دښمن لخوا دغه ډول اعلان هسې خپلو مورال پریوتو او شکست خورده عسکرو ته د مؤقت آکسیجن ورکولو په معنا دی چې غواړي لړزيدلې پښې يې ټينګې کړي.»
هغه پر عسکرو غږ کړی چې د څو پیسو لپاره خپل ځانونه د جګړې د اور سکاره نه کړي، په ارامه ژبه يې د تسلیمۍ توصیه ورته کړې ده.
«ښه داده چې د کابل ادارې په امنیتي لیکو کې مدغم شوي عسکر، پولیس او اربکیان په حقیقت باندې په پوهیدو نور له سرتمبګۍ څخه لاس واخلي، جګړه غوره نه کړي، خپلې وسلې مجاهدینو ته وسپاري او خپل ژوند وژغوري.»
ښاغلي مجاهد د عسکرو اربکیو پر مرګ‌ژوبله تاسف ښکاره کړی خو زیاتوي چې ملامتي يې خپله ده: «اسلامي امارت هره ورځ د لسګونو عسکرو په مرګ ژوبله تأسف کوي، خو ملامتي پخپله د همدې عسکرو او پولیسو ده چې د دښمنۍ لاره يې غوره کړې، د امریکایانو په مخ کې دريدلي او د څو پيسو لپاره خپل ژوندي، کورنۍ، مور او پلار، ښځې او اولادونه د غم او وير په ټغر کښينوي.»
هغه د خپلو څرګندونو په پای کې لیکي، عسکر په هره سیمه کې کولی شي چې له ځايي طالبانو سره تماس ونیسي او له خپل ولس سره له جګړې لاس واخلي.
دا په داسې حال کې دي چې نیویارک ټایمز د حکومتي سرچینو په حواله وايي چې تېرو نږدې لسو ورځو کې نږدې درې سوه عسکر په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
په ورته وخت کې په جګړه کې د عسکرو د ځپل کېدو تر څنګ ډلې ډلې عسکر خپلې وسلې هم پر ځمکه ږدي، د فراه ولایتي شورا مرستیال تېره ورځ وویل، چې بالابلوک کې نږدې شپېتو تنو عسکرو خپلې وسلې طالبانو ته سپارلې او خپلو کورونو ته يې مخه نیولې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي