برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانو په برید کې ۸ سرتېري وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

آریانانیوز: طالبانو بېګاه شپه د دایکندي ولایت په کجران ولسوالي کې د امینتي ځواکونو پر پوستو برید کړی چې له کبله یې ۸ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.



د دایکندي د ولایتي شورا رییسه شیما رستمیان وايي، طالبانو د کجران ولسوالي پر امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي دي.
د نوموړې په وینا، په یادو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ۳ پوستې هم سقوط شوې دي.
په همدې حال کې د دایکندي د والي ویانده سکینه احساني که څه هم د یادو بریدونو پخلی کوي، خو وايي، افغا امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغه ولایت په شترلی ولسوالي کې د خپلسره وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي دي.
احساني زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۴ خپلسره وسله‌وال وژل شوي او د باقر مبلغ‌زاده په نوم د هغوی د یوه ډلمشر په ګډون ۶ وسله‌وال ټپیان او ۲ نور نیول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي