برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ترکیې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو وهل ټکول

آریانانیوز: ترکي پولیسو د افغان کډوالو د اعتراضونو په غبرګون کې له تاوتریخوالي کار اخیستی او ځینې یې وهلي ډبولي دي.


ویل کیږي د ترکیې پولیسو لسګونه افغان پناه غوښتونکي په ازمیر ښار کې نیولي دي.

یوه پناه غوښتونکي په یوه پیغام کې ویلي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې څه باندې ۲۰۰ پناه غوښتونکي د ترکیې د پولیسو په یوه پوسته کې بندیان دي او کافي خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري. هغه زیاتوي چې د ترکیې پولیس یوازې د خبریالانو په مخ کې پناه غوښتونکو ته خواړه او اوبه ورکوي.

دا سړی وايي وايي کله چې پناه غوښتونکو احتجاج وکړ د ترکي پولیسو له خوا سخت ووهل شو.

هغه زیاته کړه چې د ترکیې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون په یو شمیر پناه غوښتونکو باندې اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه. یاد پناغوښتونکي زیاته کړه چې د ترکیې د پولیسو له خوا د ډبرو په ویشتلو کې یوه ښځه هم ټپي شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ترکي پولیسو د تاوتریخوالي ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.

په دغو ویډیوګانو کې په وینو لړلې یوه ښځه لیدل کیږي چې چیغې وهي.

ترکيه اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو د ورتګ دروازه ده. د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد د اوسېدونکو مهاجرت زيات شو، چې ځينې يې د ايران له پولې ترکيې ته واوښتل.

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي