برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د تخار ولایت ښځو یو ځل بیا د طالبانو د سیاستونو پر ضد مظاهره وکړه

آریانانیوز: د تخار ولایت یو شمېر اعتراض کوونکي ښځې بیا سړکونو ته راووتې او د طالبانو د سیاستونو پر ضد یې مظاهرې وکړې.


په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیې چې مظاهره کوونکي ښځې د طالبانو له خوا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز باندې نیوکې کوي او شعارونه ورکوي چې “ښځې حذف کیدای نشي “.

دغو ښځو د طالبانو له خوا له پوهنتون او ښوونځي څخه د نجونو ایستل «ناپوهي» وبلله.

ښځینه لاریون کوونکو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې “ښځې د ټولنې نیمه ستنه جوړوي” او باید هېره نه شي.

د تخار مظاهره کوونکو ښځو هم د “ډوډۍ، کار، ازادۍ” شعارونه ورکول.

په وروستیو دوو کلونو کې طالبانو د ښځو پر وړاندې د کار، تعلیم او ټولنیز ګډون په برخو کې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

په تېرو میاشتو کې افغان مېرمنو د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د طالبانو د سیاستونو پر ضد لاریونونه کړي دي. خو تر اوسه د دغو مظاهرو په وړاندې د طالبانو غبرګون نیول، جبر او تاوتریخوالی دی.

د افغانستان په ښارونو کې د ښځو د پرله پسې اعتراضونو او د ښځو حقونو ته د درناوي لپاره د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له ټینګار سره سره، طالبانو د خپلو محدودانه سیاستونو له پلي کولو ډډه نه شاته شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي