برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ تیر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د بادغیس ولایت په مرکز د طالبانو د برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال پیغام

آریانانیوز: د ولسمشرۍ لومړي مرستیال د طالبانو د برید مخنیوي ته په اشارې سره له سره صلیب څخه وغوښتل چې د کوټې شورا سره په همغږي کې په جګړو کې د وژل شویو لسګونو طالبانو جسدونه د دوی کورنیو ته وسپاري.


ښاغلي صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: موږ په احترام سره د سره صلیب او نورو خیریه موسسو څخه غوښتنه کوو چې د کویټې شورا سره همغږي کړي ترڅو په قلعه نو کې د لسګونو بریدګرو مړي د دوی کورنیو ته وسپاري. هوا ګرمه ده او موږ جسدونو ته د سپکاوۍ پلویان نه یو.

د یادونې وړ ده چې وسله وال طالبان تیره ورځ د بادغیس د مرکز برخو ته ننوتلي ول؛ خو پرون له غرمې وروسته ، د دې ولایت والي اعلان وکړ چې د طالبانو برید شنډ شوی او په ډله کې یې درانه تلفات اړولي دي.

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ملي اردو ځواکونو د پولیسو قرارګاو ، د ملي امنیت ریاست او د زندان ودانۍ د ترهګرو څخه پاکې کړې او ترهګرو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د خبرپاڼې په وینا ، ‌اوس ترهګر د ولایت له مرکز څخه په تېښته دي او د ښار ټولې برخې به په راتلونکو څو ساعتونو کې له ترهګرو طالبانو پاکې شي. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي