برخه -څانګه : accidents, afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : سه‌شنبه, 15 مارس , 2022 لنډ لینک :

د افغان ښځو په منځ کې د خپګان ضد درملو د استعمال زیاتوالی

آریانانیوز: د راپورونو له مخې د افغان مېرمنو په منځ کې د خپګان ضد درملو کارول ډېر شوي دي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، ښځې او نجونې یو ځل بیا د ټولنې په حدودو کې بندیانې شوې.


د کار، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو څخه د ښځو محرومیت او همدارنګه د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو موقتي تړل کیدل د نجونو په منځ کې د خپګان او رواني ناروغیو د پام وړ زیاتوالی لامل شوی دی.

د راتلونکي په اړه د ښځو مایوسي او د دې مایوسۍ رواني پایلې په داسې حال کې راځي چې طالبان د ښځو د حقونو د تامینولو ادعا کوي. طالب چارواکو خپل تبلیغات د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په خلاصولو متمرکز کړي دي.

ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې دوی ښځو ته د هغوی د شرعي حقونو ورکولو ته ژمن دي. خو د دې حقونو چوکاټ څه ډول دی او څومره د نن ورځې د ښځو او نجونو له لید سره سمون لري هغه مسله ده چې طالبان پرې نه پوهیږي او نه یې تشریح کوي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه