برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د اربکيانو مشهور قومندان او دوه اربکيان ووژل شول

آریانانیوز: په سمنګان ولايت کې د اربکيانو يو تن مشهور قومندان له دوه ساتونکو سره يو ځای وژل شوی دی.


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالۍ زيرکی سيمه کې يې د اربکيانو يو تن مشهور قومندان (اعظم) له دوه نورو ساتونکو سره وژلی دی او دوه نور ساتونکي يې ټپيان کړي دي.
مجاهد وايي چې په دغه جګړه کې يې يو ميل پيکا، دوه ميله کلاشينکوف او يو راکټ هم نيولی دی.
قومندان اعظم چې له څه مودې راهيسې په سمنګان ولايت کې د اربکيانو قومندان و، له ډير وخت راهيسې يې خلک له ظلمونو او زياتيو شکایت کاوه چې اوس د طالبانو په بريد کې ووژل شو.
دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په ارزګان ولايت کې د اربکيانو يو بل مشهور قومندان حکيم شجاعي چې تر اوسه يې د مرګ او ژوند په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکول کيږي، هم سخت ټپي کړی و.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبيدالله بارکزي تيره ورځ په يوه تلويزيوني ناسته کې وويل چې که چېرې طالبانو حکيم شجاعي وژلی وي، دا سل نومرې ورکوي.
بارکزي د حکيم شجاعي د ظلمونو د يادولو په ترڅ کې وويل چې يوازې په خاص ارزګان ولسوالۍ کې يې ۱۲۲ تنه وژلي دي.
ددې ترڅنګ هغه زياته کړه چې يوازې په يوه کور کې يې ۱۸ تنه وژلي دي.
بايد وويل شي چې په افغانستان کې اربکيان او د دوی مشران چې په مستقيمه توګه په افغانستان کې له امريکايي ځواکونو سره اړيکه لری، ډیری وخت يې ولسي خلک له ظلمونو او ربړونو څخه شکايتونه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي