برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیني مقدساتو ته توهین او بندیانوته د شکنجې په اړه غبرګون

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی طالبان وایي، تېره ورځ د بګرام زندان په اول بلاک کې دولتي عسکرو قران کریم او احادیثو ته توهین کړی او کله، چې يې بندیانو په وړاندې غبرګون ښودلی، هغوی یې هم شکنجه کړي، لاسونه او پښې یې ورته مات کړي او د کوما تر حده یې رسولي
د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې، د دولتي عسکرو دا کار په کلکو ټکو غندل شوی، د بشري حقونو له بنسټونو غوښتل شوي، چې په جدي توګه دې حالت ته پام وکړي او سور صلیب ته ور یاده شوې، چې خپلې ژمنې دې عملي کړي
خبرپاڼه وړاندې لیکي «د نړیوال سورصلیب ادارې، د بشرحقوقو سازمانونو، د ملګرو ملتونو استازو او نورو بشرپالو جهتونو له موږ سره د بندیانو د وضعیت د ښه والي، هغوی ته د دوا، لباس، خوراک او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې کلکې ژمنې کړې وې، خو په ډير تأسف سره باید ووایو چې ډير محدود پرمختګ شوی نور يې خپلې کړې ژمنې لا نه دي عملي کړي چې د دوی بې غوري هم د کابل ادارې عسکرو او د زندانونو مسئولینوته د دا ډول وحشتونو فرصت برابر کړی.
اده دې وي، دا لومړی ځل نه دی، چې د دولت او بشري حقونو د بنسټونو تر زنې لاندې بندیان شکنجه او د مرګ تر حده وهل کېږي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا ورته پېښې شوې او طالبانو یې په اړه غږ پورته کړي؛ خو هیڅ جهت ددې حالت د پای ته رسولو اقدام نه دی کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي