برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دیرلس عسکر طالبانو ژوندي ونیول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی طالبانو بادغیس ولایت کې د جګړې په اوږدو کې د سنګ اتش ولسوالۍ مربوطاتو کې برید کړی او د مرګ‌ژوبلې تر څنګ يې ۱۳ عسکر ژوندي نیولي.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د هغو ټانګونو او نیول شویو عسکرو تصویرونه خپاره کړي چې دوی ته په جګړه کې په ګوتو ورغلي.
د سرچینې په وینا د سنګ اتش په چشمه دوزک سیمه کې يې د لوا قومندان او ۱۵ عسکر وژلي، ۱۲ نور ټپیان او ۱۶ يې ژوندي نیولي دي.
مهم خبر: تیره شپه دبادغیس ولایت سنګ آتش ولسوالۍ چشمه دوزک سیمه کې دمزدوردښمن په قراراګاه، شاوخوا پوستو اوکومکي قوه حملې شوې.
دلیوا دقومندان په شمول۱۶عسکر وژل شوي،۱۲ ټپيان، ۱۳ نور ژوندي نیول شوي.
همداډول ۳ ټانګونه ویجاړ، ۳ ټانګونه، خورا ډیره وسله او مهمات نیول شوي.
— Zabihullah (ذبیح الله م ) (@Zabihullah_4) April 9, 2019
ښاغلي مجاهد لیکلي، درې ټانګونه يې تخریب کړي او درې سلامت لاس ته ورغلي دي.
د بادغیس چارواکو په سنګ اتش کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویلي يې دي چې اب‌کمره او بالامرغاب کې يې طالبان شاته تمبولي.
طالبانو ویلي و، بالامرغاب ولسوالۍ يې د مهماتو له لېږد وروسته خوشي کړې او د ولسوالۍ په یو کیلومتري کې لا هم خپل مېشت ځایونه لري.

شریک یي کړئ!