برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دغزنی په ولایت کی د۹ تنو طالبانو دمسموم کیدو په اړه د ذبیح الله مجاهد غبرګون

آریانانیوز: دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد داندرپه ولسوالی کی دطالبانو د۹ تنوکسانو مسمومیت یی یوه آوازه وبلل.
دغزنی چارواکی وایی داندر په ولسوالی کی دطالبانو ۹ تنو کسانو چی په زهرو مسموم شوی وو. ووژل شول.
تیره شپه دغزنی دوالی ویاند عارف نوری وویل دطالبانو د دوو ډلو اختلافاتو په خاطر دغه پیښی رامنځته شوی دی .
هغه وویل دغزنی دولایت په مربوطاتوکی دمخالفووسلوالو د خپلمنځی اختلافاتو له امله دغی پیښی رامنځته شوی دی.
داندر په ولسوالی کابو څلورمیاشتی مخکی هم دطالبانو پنځه کسان په هغه زهرچی په اوبه کی اچول شوی وو.مسموم شول اوخپل ژوند له لاسه ورکړل او دا دوهمی ځلی پیښی دی.
دغزنی والی ویاند وویل دطالبانود قطعه سرخ کسانو او د دغی ډلی یو قومندان دمولوی اسماعیل په نوم به منځ کی مخالفتونه شته او کله کله یو د بل سره وسلوالی نښتی کوی.
عارف همدا راز وویل دغزنی د اندر په لسوالی کی وروستی پیښی د یکشنبی په ورځ رامنځته شوه.دطالبانو۶ کسان چی په زهرمسموم شوی وو. خپل ژوند له لاسه ورکړل او دری تنه نور پس له دی چی ځایی روغتون منتقل شول ساء ورکړل.
دطالبانوویاند ذبیح الله مجاهد دغه مومضوع یی رد کړ.اوهغه یی یو آوازه وبلل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي