برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دطالبانوډله ایزه حمله د فراه ښار په بېلابېلو سيمو

دیورپوټ له مخی د پوليسو درېيمه حوزه طالبانو نيولې او تر اوسه له دې جګړې ٢١ ټپيان او دوه مړي روغتون ته وړل شوي دي.


عيني شاهدان وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د فراه پر ښار له څلورو لورو بريدونه پيل کړل.
هغوى وايي چې دا مهال (د سهار اته نيمې بجې) د ښار په ځينو برخو کې ډزې روانې دي او د چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي.
د فراه ښار يو اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې د پوليسو درېيمه حوزه طالبانو نيولې، دا مهال د ملي امنيت پر رياست سخته جګړه روانه ده او دولتي چورلکي په دې سيمه کې بريدونه کوي.
د فراه ګمرک ته د څېرمې سيمې (باغ پل) اوسېدونکى محمد اسماعيل وايي چې طالبان د هغه کور ته څېرمه تلاشي کوي او خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو کورونو ووځي.
د فراه روغتون نوکريوال ډاکتر احمد ذکي وويل چې تر دې دمه په دغو نښتو کې وژل شوي دوه پوليس او ټپي شوي ١٦ نور امنيتي سرتېري روغتون ته ور وړل شوي دي.
هغه وويل چې په ټپيانو کې د فراه د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرازق شېرزاد هم شامل دى.
د سرچيني د څرګندونو له مخې، د فراه ښار په څنډه کې له پرتې “قلعه زمان” سيمې د ښځو او نارینه وو په ګډون پنځه ملکي ټپیان هم دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي وايي چې دغه پنځه ته په هوايي بريد کې ټپيان شوي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولايتي چارواکو تر څنګ د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت له چارواکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې طالبانو د فراه ښار د پوليسو درېيمه حوزه، د ملي امنيت رياست او ځينې نورې سيمې نيولې دي.
هغه د فراه ښار له اوسېدونکو غوښتي چې له خپلو کورونو را ونه وځي.
دى وايي چې طالبان پر چا کار نه لري، له هېچا د غچ اخيستو تصور نه لري او موخه يې يواځې پوځي ځايونه دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array