برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامنیتی ځواکونو اکمالاتوپر قطار باندی د طالبانو برید

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس تیره ورځ ۵:۳۰ بجو به شاوخوا د امنیتی ځواکونو اکمالاتی قطار چی د فاریاب له لوری جوزجان او بلخ لوری ته په حرکت وو، د دوهم ځل لپاره څو ورځو په رڅ کې د اندخوی ولسوالی په سیمو کې د مخالفینو کمین سره مخ شوی دی.


سمیر خیرخواه؛ د فاریاب ولایتی شورا غړۍ د دغی راپرپه تائیدولوسره وویل: سخته نښته کې چی د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ رامنځته شوی ۱۰ تنه دولتی ځواکونه وژل او ټپیان شوی دی او د ۱۰ څخه ډیر موټرونه هم حریق شوی دی.
په دی نښته کې د دولت ۱۸ مخالف وسله وال هم وژل شوی او ټپیان شوی دی.
په همدی حال کې حنیف رضایی؛ د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسوول د آوا خبرګزاری په مصاحبه کی د یاد برید په تایید سره ویلی دی چی یواځی دوه تنه دولتی ځواکونه ټپیان شوی دی او وضعیت د اندیښنی وړ نه دی او یواځی یو موتر سطحی تخریش شوی دی، او کوم تلفات نه دی اوښتی.
تیره پنجشنبه هم مخالفین د امنیتی ځواکونو اکمالاتی دا قطار باندی د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالی کې برید کړی وو چی د ۱۵ تنو څخه ډیر امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی وو او د ۲۰ څخه ډیر یی موټران حریق شوی وو، او علت یی هم د مرکزی حکومت سهل انګاری بلل شوی وو خو دا ځل به د برید عامل څه وی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي