برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دامریکا ترهګروځواکونوهوایی بریدونه پربیګناه اوعام خلکو

آریانانیوز: د یوخبر له مخې د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پرون وویل چې د شمالي ولایت قندوز د ګل تپه ولسوالۍ په باغ شرکت سیمې باندې د امریکې په هوايي حمله کښې د درملنې یو مرکز، یو ښوونځی او څو کورونه وران ویجاړ شول.
د طالبانو په بیانیه کښې هم داشان راغلې دي چې د امریکايي ځواکونو د هوايي بمبارۍ له امله یادې ودانۍ ویجاړې شوې دي او د کلینک کارکونکي او د ښوونځي ساتونکي زخمي شول.
د طالبانو یو بل ویاند قاري یوسف احمدي هم د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د ارزګان ولایت د ترینکوټ ولسوالۍ په ده جوزا سیمه کښې د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډه حمله کښې دوه کورونه وران شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي