برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۵ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

خلک په پوره مانا د طالبانو ملاتړي دي

د غزني والي عبدالکریم متین وايي خلک خدمات له دولته غواړي، خو په پوره مانا د طالبانو ملا تړي.


هغه په غزني کې له مدني فعالانو او د ولایتي شورا له غړو سره په خبرو کې وویل، خلک په بشپړ ډول د طالبانو تر شا ولاړ دي.
متین د مثال په ډول وویل: «ډوډۍ ورکوي، جامې ورته برابروي، وسله يې پټوي، بې معاشه جاسوسي ورته کوي، خو له امنیتي ځواکونو سره يې همکاري صفر ده.»
د غزني والي چې وړاندې يې هم دا ډول څرګندونې کړې، ومنله چې له امنیتي ځواکونو سره اصلاً ولسي ملاتړ نشته، خو ويې نه ویل چې علت يې څه کېدلی شي
د هغه په وینا هڅه کوي په غزني کې د امنیتي ځواکونو کمی پوره کړي، خو له خلکو يې ګیله وکړه چې د دوی ملا نه تړي.
د غزني والي په داسې حال کې د طالبانو او ولس د کلکو اړیکو خبره کوي، چې وړمه شپه طالبانو د دې ولایت دوه ولسوالۍ پر یو وخت ونیولې.
غزني کې مدني فعالان وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي، ولایت به له سقوط سره مخ شي، د دوی په وینا طالبان له ټولو خواوو پر مرکز را ټول شوي او ټولې دولتي ودانۍ په یو ډول محاصره
کې ښکا ري .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي