برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حقاني شبکې بنسټ ایښودونکي مولوي حقاني له نړۍ سترکې پټې کړې

آریانانیوز: طالبانو د سه شنبې په ورځ (وږي ۱۳ مه)په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د حقاني ډلې بنسټ ایښودونکی او د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی او د دغې شورا د مرستیال سراج الدین حقاني پلار مولوي جلال الدین حقاني د ورپیښې اوږدې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړي دي.


طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي مولوي جلال الدین حقاني صاحب له څو کلونو راهیسې سخت مریض او بستر نشین و، هغه لکه څنګه چې د ځوانۍ او صحت په دور کې د الله تعالی د دین لپاره ډیر مشقات وګالل، د عمر په وروستیو کې یې اوږده ناروغي هم په پوره صبر او د رضاء بالقضاء په روحیه سره وزغمله.، تر دې چي بالاخره یې د اجل داعي ته لبیک ووایه.

د اټکل له مخې مولوي حقاني شاوخوا د ۸۰ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړي، خو د طالبانو په دې اعلامیه کې د هغه د عمر او هم د مولوي جلال الدین حقاني د مړینې نیټه نه ده ښودل شوې.

د طالبانو په اعلامیه کې دا هم نه دي ویل شوي، چې مولوي حقاني په کوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي، چې مولوي حقاني د افغانستان په دننه کې وفات شوی او په دغه هیواد کې په یو نامعلوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د طالبانو دغه ویاند ویلي، چې دوی ته د حقاني د مړینې خبر د دوشنبې په ورځ ( وږي دولسمه) رسیدلی وو.

په ۲۰۱۵ کال کې هم د مولوي حقاني د مړینې په باب خبرونه ورکړل شوي وو، چې بیا وروسته د مولوي حقاني کورنۍ غړو دا خبرونه ناسم وبلل.

مولوي جلال الدین حقاني

مولوي جلال الدین حقاني د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه پاکستان ته لاړ او کله، چې په پاکستان کې د دیره د پخوانیو مجاهدینو د یو شیمر ډلو له خوا د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د رژیم د ړنګولو هڅې پیل شوې، مولوي جلال الدین حقاني هم دغو هڅو سره یوځای شو.

وروسته مولوي حقاني د پخوانیو مجاهدینو د یو مشر مولوي محمد یونس خالص د تنظیم په لیکوکې د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند په مشرۍ روسیې پلوه رژیم پر وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړه.

مولوي حقاني د ډاکتر نجیب الله د رژیم په وروستیو کې د پخوانیو مجاهدینو له خوا د ډاکټر نجیب الله د رژیم د ځواکونو څخه د خوست ولایت په نیولو کې هم لوی رول درلود او هم د مجاهدینو د قومندانانو د سرتاسري شورا په جوړولو کې، چې قومندان احمدشاه مسعود او قومندان عبدالحق یې هم غړي وو مهم رول درلود.

مولوي حقاني د ډاکټر نجیب الله د رژیم له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې د پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ د خپلمنځي جګړو پر مهال د مصلیحینو په نوم یو شورا جوړه کړه.

مولوي حقاني د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دغې ډلې د سرحدونو او قبایلو د چارو وزیر په توګه هم کار کړی دی.

د مولوي حقاني زوی سراج الحق حقاني د طالبانو د رهبرۍ د شورا مرستیال دی او د خپل پلار څخه د پاتې پوځي تشکیلاتو، چې د حقاني د شبکې په نوم یادیږي مشري هم کوي.

افغان حکومت د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتو د ادارې سره په نږدې همکارۍ تورونوي او دا ګڼي، چې په افغانستان کې اکثره پیچلي تروریستي بریدونه د همدې ډلې له خوا ترسره کیږي.

افغان امنیتي ادارو چارواکي دا ګڼي، چې د حقاني شبکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې د شمالي وزیرستان د میرامشاه په ښارګوټې کې فعال دفترونه لري او له هغه ځایه د افغانستان د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګراوکابل کې تروریستي فعالیتونه تنظیم او ترسره کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي