برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

بې وزلو کورنیو ته خوراکي توکي ویشل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی طالبانو د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د خوراک نړیوال سازمان لخوا مرسته شوي خوراکي توکي په ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو باندې ویشلي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس دغه خوراکي توکي د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پرواګرام(WFP) مرسته او د طالبانو د مؤسساتو کمیسیون په همکارۍ د کوهستاناتو ولسوالۍ په یوولس سوه(۱۱۰۰) اړمنو کورنیو باندې ویشل شوي دي.

د مرسته شوو خوراکي توکو د مقدار او نوعیت په هکله خبر کې داسې ویل شوي: «هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ اوړه ، ۸ کیلو دال، یو کيلو مالګه ورکړی شوه.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایاتو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړې وې؛ خو په دې وروستیو کې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکو د پراختیا له امله اوس د ملګرو سازمان هم د طالبانو تر ولکې سیمو کې له عام ولس سره کېدونکي مرستې د طالبانو سره په همغږۍ په خلکو ویشي، د کومې له امله چې مرسته په خپل وخت او له فساد پرته خلکو ته رسول کیږي.

دوه ورځې وړاندې هم د میدان وردګو ولایت په جلګی ولسوالۍ کې طالبانو د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام لخوا مرسته شوي خوراکي توکي په ۱۰۳۴ اړمنو کورنیو باندې ویشلي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array