برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امنیتي ځواکونو د بلچراغ ولسوالۍ سلامته طالبانو ته وسپارل

آریانانیوز: طالبان وايي د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې يې د دې ولسوالۍ، پر مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او شاوخوا پوستو د علمیاتو پیل وکړ، چې ټولو پرسونلو ولسواولي سلامته ور وسپارله.


د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په ولسوالۍ کې مېشتو ځواکونو د دوی د تسلیمۍ غږ ته لبیک ووایه او له جګړې پرته يې ولسوالۍ په واک کې واخیسته .
د طالبانو خبرپاڼه کاږي: «مجاهدینو هم په ډېره مینه سره دهغوی تسلیمي قبوله کړه اودا یې ددین او هیواد په ګټه کار وباله.»
د فاریاب ولایتي شورا هم د دې ولسوالۍ سقوط منلی، د تسلیمۍ په اړه يې څه نه دي خو طلوع نیوز ته يې پخلی کړی، چې په ولسوالۍ کې ټول مېشت عسکر ژوندي ورک دي.
د دوی په وینا په ولسوالۍ او شاوخوا پوستو کې له عسکرو سره د مرکز رابطه شلېدلې او ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې.
د فاریاب ځايي چارواکو لا هم په دې تړاو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي