برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

اته لس افغان ځواکونوته مرګ ژوبله اوښتې

آریانانیوز: دیوربوټ له مخی طالبانو د بلخ ولايت په زارع ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په کتار بريد کړی دی او ۱۸ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د زارع ولسوالۍ مرکز ته نژدې یې د عسکرو په کتار بريد کې ۱۶ عسکر وژلي او دوه نور ټپيان کړي دي
مجاهد وايي چې د بريد له ځايه ځينې عسکر ژوندي هم تښتېدلي دي او يو طالب هم په دې جګړه کې ټپي شوی دی. تر اوسه د بلخ ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي
د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې په دولتي عسکرو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د دولتي عسکرو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي