برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ میزان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یوناما ته: ناسم راپورونه؛ په ملکي تلفاتو کې اصلي عاملینو ته جرئت ورکوي

آریانانیوز: طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناماد خپاره کړي راپور په غبرګون کې ويلي، دا ډول ناسم راپورونه د ملکي تلفاتو اصلي عاملینو ته نور هم جرئت ورکوي.



يوناما د تېرو نهو میاشتو د ملکي تلفاتو په اړه په خپاره کړي راپور کې د مسؤلیت لومړۍ ګوته طالبانو ته نیولې ده، چې طالبانو کلکه رد کړې ده.

«موږ د یوناما دا ړوند قضاوت په کلکه ردوو، اوس هر افغان وګړي ته ثابته شوې چې په هیواد کې د قصدي وژنو، د کلیو د نړولو، کورونو د تبا کولو لوی عامل امریکايي اشغالګر او ورسره د کابل ادارې نظامیان دي.په دوهمه درجه کې د ملکي تلفاتو عاملین د داعش په نامه فتنه ګر دي چې هغه هم د امریکایانو او د کابل ادارې د استخباراتو لخوا تمویلیږي.»
طالبانو د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له لوري په هوايي بریدونو کې ډله‌ییزو وژنو ته اشاره کړې او پر یوناما يې غږ کړی، چې «له دومره لویوقصدي وژنو سره سره بیا هم ډيره شمیره ملکي تلفات مجاهدینوته منسوبول بې دلیله پروپاګند دی چې غواړي امریکايي جنایاتوته توجیه ولټوي، سترګې پرې پټې کړي او د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي.»
څو ورځې وړاندې یوناما د روان کال د لومړيو شپږو میاشتو په راپور کې د ۵۲ سلنه ملکي مرګ‌ژوبلې د مسؤلیت ګوته بهرنیانو او افغان ځواکونو ته نیولې وه.
له پورته راپور پرته په نږدې نورو ټولو راپورونو کې ډېری مسؤلیت طالبانو ته ور په غاړه کېږي، چې طالبان يې یوازې پروپاګند بولي.
د دې تر څنګ په اعلامیه کې پر یوناما غږ شوی، چې د اعتباري نړیوالې ادارې په توګه باید منصفانه راپورونه خپاره کړي.
«د ناسمو راپورونو خپرول او یوه طرفه قضاوت پخپله جنایتکارانو او د ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملینو ته د وژنو جرئت ورکوي او ګواکې مخامخ په ملکي وژنو کې مرسته ورسره کوي.»

شریک یي کړئ!