د ترکمنستان چارواکي وايي، د ټاپي نللیکه د هرات ښار ته نږدې رسېدلې او تمه ده چې دا برخه یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي؛ خو پاکستان او هند ته د نللیکې د غځولو برخلیک لا هم روښانه نه دی.
د ترکمنستان چارواکو ویلي، د ګازو لېږدولو د ټاپي نللیکه د هرات ښار څنډو ته رسېدلې او تمه ده چې دا برخه یې د ۲۰۲۶ کال تر پایه فعاله شي. تازه سپوږمکيز انځورونه هم د پروژې پرمختګ ښيي.
د ترکمنستان چارواکو د عشقآباد په یوه انرژۍ غونډه کې وویل چې نللیکه هرات ته نږدې شوې ده. د سپوږمکۍ انځورونه چې د لړم پر ۱۶مه (د نومبر ۷مه) اخیستل شوي، ښيي چې د نللیکې غځولو چارې د هرات د صنعتي ښارګوټي لوېدیځ ته په ۲۲ کیلومترۍ کې د یوه ساختماني ځای پر لور روانې دي.
سره له دې چې د پروژې اټکلي لګښت ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي او تر ۲۰۲۴ کال پورې د هند او پاکستان لېوالتیا کمه شوې وه، په منځني ختیځ کې د کړکېچ او د ایران لهخوا د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د انرژۍ بحران یو ځل بیا د ترکمنستان ګاز ته پام اړولی دی. په ترکمنستان کې د پاکستان سفیر هم ویلي چې اسلامآباد د دې پروژې د پرمخ وړلو ژمن دی.
د بریتانیا د اتلانټیک شورا څېړونکي، جان اېم. رابرتس، وايي ټاپي د ترکمنستان لپاره د حیثیت موضوع ګرځېدلې ده. د هرات د برخې د جوړولو ۶۰۰ میلیون ډالري لګښت ښايي د دې هڅو پیل وي چې د نللیکې د کندهار او پاکستان پر لور د غځولو لپاره نوي شریکان راجلب کړي. د طالبانو چارواکو هم د دې پروژې لپاره د روسیې د احتمالي مالي ونډې خبره کړې ده.
که دا پروژه بشپړه شي، افغانستان به د ګازو له خپلې ونډې سربېره هر کال د ترانزیټ له حقه سلګونه میلیون ډالر عاید ترلاسه کړي. خو ځايي سرچینې وايي چې د نللیکې د غځولو چارې له ساحوي ستونزو سره مخ دي، چې ناچاودېدلي مهمات یې یوه بېلګه ده. د پروژې ټولې تخنیکي چارې د ترکمنستاني انجنیرانو لهخوا ترسره کېږي.
هرات ته د ۱.۴۲ متره قطر لرونکې نللیکې نږدې کېدو د سیمې د اوسېدونکو هیلې تازه کړې دي. ځینې دا پرمختګ د رښتینې هیلې نښه بولي، خو دا اندېښنه هم شته چې ګاز به په مناسبه بیه ووېشل شي که نه. د لومړني پلان له مخې، د ټاپي د ګازو یوازې پنځه سلنه افغانستان ته ځانګړې شوې او پاتې ۹۵ سلنه به د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.