ملا محمدناصر آخوند تهران ته د سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. دا مذاکرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم بلل کېږي.
د طالبانو د مالیې وزارت سرپرست ملا محمدناصر آخوند په رسمي سفر تهران ته تللی او هلته یې د ایران د بهرنیو چارو او کرنې وزیرانو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د دغو خبرو موخه د سوداګرۍ اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نویو ټرانزیټي لارو جوړول وو.
په لیدنه کې افغان او ایراني چارواکو پر څو مهمو موضوعاتو ټینګار وکړ. په دې کې د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د اوومې غونډې جوړول، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو اسانتیا او د سرحدي ګمرکونو د ۲۴ ساعته فعالیت موضوعات شامل وو. همداراز، د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه او د سوداګریزو توکو د درولو د مخنیوي اړتیا هم وڅېړل شوه.
د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه وویل، تهران چمتو دی چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخو کې له افغانستان سره تخنیکي همکاري وکړي.
د ایران د کرنې وزیر وویل، د دواړو هېوادونو د ۲ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزو راکړو ورکړو کې نږدې څلورمه برخه د کرنې له برخې سره تړاو لري. هغه وړاندوینه وکړه چې د خبرو او همکاریو په دوام سره به د سوداګرۍ کچه په چټکۍ لوړه شي.
دا سفر ځکه ځانګړی اهمیت لري چې ملا محمدناصر آخوند او غلامرضا نوري قزلجه د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمېسیون مشري کوي. د دې سفر پایلې کولای شي د افغانستان د سوداګریزو لارو د تنوع لپاره نوې زمینه برابره کړي.