برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر تل ابيب باندی د فلسطيني مبارزانو توغنده اي برید

آریانانیوز: د اېسوشي اېټډ پرېس رپوټ ورکړ، د توغنده اي خبرداری د سائرن له غږېدو وروسته د تل ابيب په شمال کښې په شارون سيمه کښې د يوې چاودنې غږ واورېدل شو او د صهيونېسټ رژيم فوځ اعلان وکړچې له غزې څخه يو توغندے ويشتل شوے دے.


سپوټنېک خبري اژانس هم رپوټ ورکړ، د سائرن غږ د تل ابيب په شمالي سيمو کښې اورېدل شوے دے او له هغه څو منټه وروسته يو راکټ او توغندے په دغه سيمه باندې ولګېد.
الحدث ټي وي چېنل هم وويل، د اسرائيلو اوسپنيز ګنبد نومې توغنده اي ضده سېسټم ونه کړې شول د غزې له تړانګې څخه د ويشتل شوي توغندي مخه ونيسي.
د رپوټونو له مخې د دغه توغنده اي او راکټي حملې له امله د تل اوبيب د شمال لږ تر لږه اوۀ تنه صهيونېسټ اوسيدونکي زخمي شول.
په تل ابيب توغنده اي حمله په داسې حالاتو کښې شوې ده چې په دې وروستيو ورځوکښې د صهيونېسټ رژيم جنګي الوتکو څو ځل د غزې په تړانګې حملې وکړې او څو تنه فلسطينيان يې شهيدان او ژوبل کړل.

شریک یي کړئ!