برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د پېړۍ معامله سره ملګرتيا او ملاتړ حرام اعلانو

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د العهد خبري سائيټ د رپوټ له مخې په غزه کښې د فلسطين د علماو د اتحاديې مشر مروان ابوراس د اسلامي نړۍ له علماو وغوښتل چې د خپلو پېروکارو لپاره دې د پېړۍ معامله نومې امريکائي – اسرائيلي پلان سره په مخالفت کښې خپله شرعي فتوا جاري کړي.
ابوراس تاکيد وکړ، د پېړتۍ سپېره معامله د فلسطين د ملت او بيت المقدس په خلاف يو هراړخيز جنايت دی او ورسره مقابله يو شرعي او ملي فريضه ده.
د فلسطين د علماو د اتحاديې يو شمېر نورو غړيو هم له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو عادي کول او ښه کول د فلسطيني ملت په خلاف جنايت وګڼۀ.
له فلسطينيانو نه علاوه د مختلفو هېوادونو خلقو هم له احتجاجي مظاهرو په کولو سره له دغه نژاد پرستانه پلان سره خپل مخالفت اعلان کړ.

شریک یي کړئ!