برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د فلسطين دخپلواکې ادارې مشر سره د ترکیې د ولسمشر ټلیفوني خبرې

آریانانیوز: د فلسطين دخپلواکې ادارې مشر ، محمود عباس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه تلیفوني خبرې وکړې چې په ترڅ کې عباس په انقره غږ وکړ چې د فلسطین انتخابات وڅاري...


د صفا خبري اژانس په وینا، د فلسطین د ادارې مشر اردوغان ته د فتح او حماس د غورځنګونو او د فلسطیني ډلو ترمینځ د روانو خبرو اترو او د بیروت د غونډې د وتلو په هکله معلومات ورکړل.

په بیروت کې د فلسطین د مشرانو په وروستۍ ناسته کې ، ټولو د پخلاینې لاسته راوړلو او د ټاکنو ترسره کیدو په مقصد د دریځ د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

عباس په اردوغان غږ وکړ چې د نړیوالو کتونکو د شتون برخې په توګه د فلسطیني ټاکنو د څار لپاره ترکي څارونکي واستوي.

د فلسطين دخپلواکې ادارې مشر همدا راز اردوغان ته په وروستي سیاسي پرمختګونو او په یو شمیر هیوادونو د متحده ایالاتو فشارونو او د دې فشارونو سره د مبارزې او د عرب سولې ته ژمنتیا په اړه معلومات ورکړل.

په پای کې هغه په فلسطین کې د ترکیې د ملاتړ او د صربیا او کوسوو له ولسمشرانو سره د اردوغان د تماسونو له امله مننه وکړه چې په بیت المقدس کې د سفارت یا دفتر د پرانیستلو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي