برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د فلسطين په اړه د ټرمپ پرېکړه غندل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس طالبانو د منځني ختيځ په اړه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې طرحه غندلې او دا يې د فلسطين پر خلاف ستر خيانت او تېری بللی دی
د طالبانو له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د شرقي بیت المقدس، اردن غاړې او فلسطيني ځمکو د اسرائيلو ابادۍ تېری او اشغال دی
اعلاميه زياتوي، چې بیت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د فلسطين د خلکو ملکيت دی او د هېڅ ډول معاملې وړ نه دی
طالبانو د فلسطين په اړه د ټرمپ دا پرېکړه د فلسطينيانو پر خلاف دسيسه او احمقانه بللې او د نړۍ له مسلمانانو يې غوښتي، چې د امريکا د دې طرحې د مخنيوي او مخالفت لپاره غږ پورته کړي
اعلاميه زياتوي، چې دوی د فلسطيني ولس تر شا ولاړ دي او له اسلامي کنفرانس څخه يې غوښتي، چې د مسلمان امت پر دې حساسه موضوع خپل مکلفيت ادا کړي
د اعلاميې په پای کې راغلي، چې دا ډول پرېکړې به منځني ختيځ کې جګړې ته لمن ووهي او شته ستونزې به نورې هم زياتې کړي
د يادوې وړ ده، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره شپه په سپينه ماڼۍ د اسرائيلو له لومړي وزير بنیامين نتنياهو سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د منځني ختيځ په اړه خپله د سولې طرحه «د پېړۍ جوړجاړی» اعلان کړه او بیت المقدس يې د اسرائيلو نه ويشل کېدونکې پلازمېنه اعلان کړه
د فلسطين ولسمشر محمود عباس او نورو فلسطينيانو د ټرمپ پرېکړه غندلې، هغه يې د فلسطينيانو پر خلاف دسيسه بللې ده
محمود عباس ويلي، فلسطين د خرڅلاو لپاره نه دی او هېڅکله به داسې يو فلسطين ونه مني، چې بیت المقدس يې پلازمېنه نه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي