برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بحرين غونډه د فلسطين له مسئلې سره لوی خيانت

آریانانیوز: د العالم چېنل دیو رپوټ له مخې عبدالملک بدرالدين پرون د مستکرانو په خلاف د چغې ورځ د کليزې په مناسبت په يوه وېنا کښې وويل، د بحرين کانفرنس د يو ستر خيانت په چوکاټ کښې يو ماتې خوړونکے اقدام ؤ خو د دې سبب شو چې د حق او باطل لار له مخکښې نه بيله او معلومه شي.

د انصار الله غورځنګ مشر د مقاومت په محور سره د يمن د خلقو ارتباط ته په اشارې سره وويل، د يمن خلق له فلسطينيانو، ايران، عراق، سوريې او نورو هغو هېوادونو سره چې صحيح لار يې اختيار کړې ده له خپل ارتباطه انکار نه کوي او د دغې موضوع له اعلانولو خېځله نه دي او له صهيونېسټي دښمن سره د تعلقاتو د بحالولو لپاره د ځينو هېوادونو هلې ځلې غندي.
بدرالدين زياته کړه، پکار دي په لوړ سطح د انقلابي او پراخه رضاکارانه منصوبو په غوره کولو سره د اسلامي امت په خلاف د امريې له يرغلونو سره مقابله اوشي.
د بحرين اقتصادي غونډه چې د پېړۍ معامله نومې امريکائي پلان وړومبنۍ اجرائي مرحله وه د تېرې نهې او شورو په ورځ د پراخو نړيوالو احتجاجونو ترمېنځ په منامه کښې اوشوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي