برخه -څانګه : fun, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ آذر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

فریډم هاوس: سعودي عربستان د انټرنیټ د ازادۍ له اړخه بدترین عرب هیواد دی

آریانانیوز: د فریډم هاوس نړیوال سازمان اعلان کړی چې سعودي عربستان د انټرنیټ د ازادۍ له پلوه په عربي نړۍ کې تر ټولو بدترین هېواد دی.


د دغه سازمان په راپور کې د بهرنیو رسنیو په حواله ویل شوي چې په دغه هېواد کې د انټرنېټ ازادي تر ډېره حده محدوده شوې ده.

د راپور له مخې سعودي عربستان د انټرنېټ د ازادۍ په برخه کې له ۱۰۰ نمرو څخه یوازې ۲۴ نمرې لري او له همدې امله یو غیر ډیموکراټیک او ناآزاد هېواد بلل کېږي.

د یاد سازمان په وینا، په دغه هېواد کې د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د کنټرول او څارنې سیستم حاکم دی او د ریاض مشران د خلکو د کنټرول لپاره له جاسوسۍ وسیلو کار اخلی، نو په سعودی عربستان کې سیاسی حقوق او مدنی آزادی محدود دی. په ځانګړې توګه د ښځو او مذهبي اقلیتونو لپاره.

سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې انټرنیټ کاروونکي د خپلو سیاسي یا ټولنیزو افکارو د خپرولو لامله نیول کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي