برخه -څانګه : economic, news -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې د تېلو بیه

آریانانیوز: په تېره څه باندې یوه میاشت کې په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بيې نږدې ۳۰ سلنه رالوېدلې دي؛ خو په کابل کې یې په داسې حال کې بدلون نه دی کړی چې د افغانیو ارزښت د ډالر پر وړاندې دومره بدلون نه لري.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویلي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړېدا، د هوا په سړښت سره د سون توکو ته د تقاضا زیاتېدل او پر ایران د بندیزونو وضع کول د دې لامل شوي څو له یاد هېواده افغانستان ته د نفتي موادو تورید کې کمښت راشي نو ځکه په کابل کې د تېلو بيې راټیټې شوې نه دي.
د «DALY FX» انترنېټي پاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال اکتوبر میاشتې له لومړیو تر نن ورځې (د نومبر ۲۷مه) په اوسط ډول د امریکا او برېتانیا په بازارونو کې د یو بېرل خام تېلو بيه نږدې ۳۰ سلنه له ۷۹ عشاریه دوه ډالرو څخه ۵۵ عشاریه ۷۵ ډالرو ته راټیټه شوې ده.
خو اوونیز راپورونه ښيي چې په دې موده کې په کابل کې د تېلو بیې دومره بدلون نه دی کړی.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو دېرش سلنې بيې په کمښت سره په کابل کې د تېلو په بیو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پالیسۍ او پلان مرستیال شفیق الله عطايي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هوا په سړېدو سره د تقاضا زیاتوالی، د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت زیاتېدا او پر ایران د بندیزونو وضع کول د دې لامل شوي چې په کابل کې د تېلو بیې بدلون ونه کړي.
نوموړي د شمېرو له وړاندې کولو پرته وویل: ((پر ایران له بندیزونو وړاندې، د اسلام کلا بندر له لارې له یاد هېواده په زیاته اندازه نفتي توکي هېواد ته واردېدل، خو د بندیزونو له وضع کېدو وروسته دا کچه کمه شوې ده.))
خو نوموړي زیاته کړه چې د سوداګرۍ او صنایعو خونه هڅه کوي څو د نفتي توکو له واردوونکو سوداګرو او د نفتي توکو له واردوونکو اتحادیو سره د ناستې په ترڅ کې د وارداتو مناسبې لارې زیاتې کړي.
د افغانستان د نفتي توکو د تنظیم او کنټرول ادارې مرستیال انجنیز جاهد جوهري وویل چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت، په هېواد کې د تېلو بیو نه رالوېدو اصلي لامل دی.
د اوونیزو راپورونو پر بنسټ، د روان کال په وري میاشت کې یو امریکايي ډالر په شاوخوا ۶۹ افغانۍ، په غويي میاشت کې نږدې ۷۰ افغانۍ، په غبرګولي کې شاوخوا ۷۱ افغانۍ، په چنګاښ او د زمري میاشتې په لومړیو کې ۷۲.۵ افغاني و او د زمري میاشتې په وروستیو کې ۷۵ افغانیو ته لوړ شو؛ خو له هغه مهاله تردې دمه یې دومره بدلون نه دی کړی او نن یو ډالر په ۷۵، ۹۲ افغانیو تبادله کېږي.
د کابل ښار د میرویس میدان اوسېدونکی سیداحمد وايي: ((تل چې په نړیوالو بازارونو کې د مواد بیه لوړېږي له ځنډ پرته د افغانستان په بازارونو کې هم لوړېږي؛ خو کله چې د نړۍ په بازارونو کې بيې رالوېږي، زموږ سوداګر زر ډوله پلمې کوي او بیې را کموي.))
د نوموړي په وینا، دا ستونزې د حکومت نه کنټرول له امله رامنځته کېږي؛ په داسې حال کې چې حکومت باید اجازه ورنه کړي څو سوداګر پر خلکو ظلم وکړي او په هره بیه یې چې زړه وي خپل توکي پر خلکو وپلوري.
د افغانستان د نفتي توکو د تنظیم او کنټرول ادارې مرستیال دا هم وویل چې دا اداره په پام کې لري څو راتلونکې اوونۍ د نفتي توکو واردوونکو سوداګرو او د سوداګرۍ او صنایعو خونې سره یو غونډه جوړه کړي؛ څو په هېواد کې د تېلو نرخ ټیټولو لپاره حل لارې ولټوي.
د نوموړي د معلوماتو پر اساس، افغانستان په کال کې څه باندې ۴،۵ میلیونه ټنه نفتي توکي چې ډيزل، پټرول او اوبلن ګاز په کې شامل دي، له اسیايي هېوادونو څخه واردوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي