برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

عربستان کې د موسیقۍ عام کانسرټ

آریانانیوز: د سعودی عربستان جده ښار کې د نړیوال فسټیوال په درشل کې د لوېدیځې پاپ موسیقۍ لومړنۍ عمومی سندریزه مېله ترسره شوه، چې د جانیت جاکسن په ګډون د امریکا ځینو سندرغاړو په کې ګډون کړی و.



د کرېس براون په څېر نورو امریکایی پاپ سندرغاړو هم د جدې نړیوال فسټیوال کې د خپل ګډون په اړه ویلی.
وړاندې امریکایۍ سندرغاړې نیکی میناج په دې ننداره کې د نه ګډون اعلان کړی و.
•رپ سندرغاړې نیکی میناج د سعودی نړیوال فسټیوال کې ګډون نه کوی
•سعودیان بلې امریکایۍ سندرغاړې ته شېبې شمېری
د جدې سندریزه مېله د روانې جولای میاشتې پر ۱۸مه د پاچا عبدالله سپورتی مېنه کې پیل شوې ده.
په نیویارک کې د غیر انتفاعی “بشری حقونه” مؤسسې ویلی، چې هنرمندان دې د سعودی دغې نندارې ته نه ورځی، ځکه چې په وینا یې هلته په هوټلونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې نر او ‌ښځې سره جلا دی.
ددغې امریکایی مؤسسې مشر تور هالفورسن په یوه خبرپاڼه کې پر امریکایی ګډونوالو هنرمندانو نیوکه کړې ده:‌ “له بده مرغه دوی پر اخلاقو پیسو ته ترجیح ورکړه”.
دی وایی: “غالباً دوی د نرښځو او د ښځو د حقونو د ملاتړ چیغې وهی، خو ښکاری چې دا ځل د اوو عددونو لرونکی بانکی چک له کبله استثنا شته”.
سعودی له تېر یوه کال راهیسې د اصلاحاتو شاهد دی، چې ښځو ته د ازادۍ ورکولو سربېره په دې هېواد کې پر موسیقۍ او سینما بندیز لیرې کېدونکی دی.

شریک یي کړئ!