برخه -څانګه : accidents, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل لوګر پر لويه لاره تالاشي

آریانانیوز: د ولسي جرګې د ټاکنو له پيل وړاندې طالبانو نن سهار وختي د کابل- لوګر پر لويه لاره تالاشي پيل کړې ده.


نن په هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو ورځ ده، خو طالبانو تېره ورځ په يوه اعلاميه کې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي او دا يې يوه جعلي پروسه بللې وه.
د طالبانو نظامي کميسيون په خپره کړې اعلاميه کې راغلي، چې دوی د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې د لویو لارو د تړلو هوډ لري او خلک دې خپل موټر او وسائط په خپلو کورونو کې وساتي او له خپلو کورنيو سره دې په کورونو کې پاتې شي.
طالبانو په داسې حال کې له خلکو په ټاکنو کې د نه ګډون غوښتنه کړې، چې په هېواد کې امنيتي حالات ترينګلي دي، د ټاکنيز کمپاين پر مهال لږ تر لږه لس کانديدان وژل شوي دي.
تېره اوونۍ د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د ټاکنو کانديد جبار قهرمان په يوه چاودنه کې ووژل شو او په همدې ورځ په بادغيس کې طالبانو يو کانديد له خپلو اسنادو سره نيولی دی.
وړمه ورځ د کندهار ولايت په ماڼۍ کې د طالبانو د يوه نفوذي ملګري په ډزو کې د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق، د ملي امنيت رييس جنرال مومن او جنوبي زون لپاره د پوليسو مشر قومندان جنرال نبي الهام وژل شوي او د والي زلمي ويسا په ګډون يو شمېر نور چارواکي ټپيان دي.
حکومت تېره ورځ په کندهار کې د ولسي جرګې ټاکنې د يوې اونۍ لپاره وځنډولې، خو د نور هېواد امنيت هم ډاډمن نه دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي