برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کابل او لسو ولایتونو د برېښنا وصل کیدا

آریانانیوز: د برښنا شرکت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې تخنیکي ټیمونو یې نه یوازې د جنوبي سالنګ د برښنا لاین تړلی بلکې نن یې د پلخمري- چمتلې د ۲۲۰ کېلو ولټه وراداتي برېښنا دوه سرکټونه ترمیم کړي دي.
یاده دې وي چې مخالفو وسله والو د تلې میاشتې په شپاړسمه په جنوبي سالنګ، تنګي آجان کې د برېښنا ستن په ماینونو الوځولې وه چې له کبله یې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برېښنا پرې شوې وه.
برېښنا شرکت هغه مهال په مؤقت ډول د بریښنا لاینونه وتړل، خو له دریو ورځو راهیسې یې بیا پر کابل بریښنا قطع کړې وه تر څو په اساسي ډول دغه ستن بېرته ودرول شي.

شریک یي کړئ!