برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ځینې کړۍ د اوسپنې ویلې کولو صنعت دفلج کیداپه هڅه

آریانانیوز: د اوسپنې ویلې کولو ټولنې رئیس پرویز خواجه زاده د یکشنبې په ورځ د «کب پر ۱۹مه» په کابل کې وویل چې ځینې کړۍ د دوی د فعالیتونو په وړاندې ستونزې جوړوي.


هغه وویل:”د حکومت په داخل او بهر کې داسې مافیايي کړۍ دي، دوی هڅې کوي چې په هېواد کې دغه ملي صنعت ورک کړي، که یې مخه ونه نیول شي، دغه د ۴۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ملي پانګه به له منځه ولاړه شي.”
د دغه ټولنې مرستیال عصمت الله وردګ هم وویل چې په یو شمېر دولتي‌ پروژۍ کې له ایراني‌ توکو څخه استفادې د دوی کارونه ټکني کړي دي.
دی، همدارنګه وايي‌ چې د اسلام قعله، نیمروز او فراه له سوداګریزو بندرونو افغانستان ته د ساختماني موادو پراخ قاچاق او د افغانستان په ګمرکونو پر وارداتو کمې تعرفې خصوصي سکټور ته سخته ضربه ورکړې ده.
د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو ټولنه دوی په دې برخه کې ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې او ولسمشر غني باید د دوی ستونزې واورې.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېر کال د خان سټېل په نوم د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي و چې حکومت تل د خصوصي سکټور ملاتړ کړی او د دوی د پانګونې د لاپراختیا لپاره يې فرصتونه برابر کړي دي.
ښاغلي‌ غني‌ همدارنګه ویلي و چې د هرې فابریکې په ساتنه کې هر افغان مسؤل دی چې د خپل ځان په شان یې ساتنه وکړي.
پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی هم وايي چې افغان حکومت باید د تدارکاتو قانون له‌مخې د اوسپنې رانیولو قرارداد باید له افغان کمپنیو سره وکړي.
نوموړی وايي له دې سره سره چې افغان حکومت د اوسپنې ویلې کولو فاریکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي، خو اساسي‌ مسئله داده چې د دوی مالونه واخیستل شي
ښاغلي الکوزي وویل:”دا عمده او اساسي مسله ده چې د دوی تولید ته بازار پیدا شي، بازار هغه وخت پیدا کېږي چې دولتي‌ قراردادونو کې د دوی نه مال واخیستل شي… دوی چې کومې چغې وهي دا یې حق په جانب دي موږ ونه ملاتړ کوو.”
د معلوماتو له‌مخې په افغانستان کې دا مهال د اوسپنې ویلې کولو شااوخوا ۳۰ فابرکې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي