برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په کابل کې د غیر قانوني ښارګوټونو په نوم د هزاره ګانو د ځمکو غصب کول

سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبان په کابل کې د هزاره توکمو ځمکې د ناقانونه ښارګوټونو په توګه غصبوي.


د کابل ښاروالۍ د راپور له مخې، چې یوه کاپي یې ازادو رسنیو ته رسېدلې، ښيي چې د خاتم الانبیاء ښارګوټي، اتفاق، حضرت رسول اکرم، عرفاني، مهديه، دوازده امام، صفا په کمپني ساحه کې، ثارالله، جنرال نصرت، اقبال قلعه قاضي، جاغوري، خراسان، ګلبهار ټاور، افغان اروپا، سبز، پولیس ، اوله، دومه او دریمه دهکده، اقاعلي اصغري، فیروزي(لیګو ګلوبل)، بصیر عمرزۍ، عبدالقیوم، بدخشان، محسني، سید ابراهیم ښارګوټي، حاجي کبیر، بوستان، محمدي، ملافضل تره خیل، تمیم انصار، مقدس، سبزه زار، ممتاز، سبز، غازي آباد، رفاه، حاجي حسن علي په ریشخور کې، حاجي شفیق الله په چهل دختران پروژه کې، قاضي آباد، حاجی رحمت الله او حاجي ګل بت، حاجي شاه جهان او حاجي منیر او امید سبز ښارګوټي په خپلسري او غیر قانوني توګه جوړ شوي دي.

د ښاروالۍ د راپور له مخې، د ملا عزت، صدیق فیصل، آزادۍ، غریب آباد، بالاشهر، مولانا جلال الدین محمد بلخي او د سعادت ذبیح الله ښارګوټو د ملکیت اسناد نه دي وړاندې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي