برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې د تېلو او روسۍ طلا دبيو لوړتیا

په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو او روسۍ طلا بيې لوړې شوې، خو د لومړنيو توکو بيې تقريبا په خپل حال پاتې دي.


د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه کار کوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يو لېتر ډيزلو بيه له ۴۴افغانيو څخه ۴۵ته او د يو لېتر پټرولو بيه له ۴۶افغانيو څخه ۴۷افغانيو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وينا،د تېلو بيه په نړيوالو بازارونو کې لوړه شوې او همدا لامل دی چې په کابل ښار کې هم د تېلو بيې لوړې شوې دي.
خو د کابل ښار کلوله پشتې سيمه کې د ګازو يوه پلورونکي احمدالله وويل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ۴۵افغانۍ پلوري.
د غوړيو او بورې بيې يو څه ټېټې شوې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، د پاکستانۍ بورې د وارداتو د ډېرېدو له امله نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹کيلوګرام پاکستانۍ بورې د عمده پلور بيه له ۱۵۶۰څخه ۱۵۳۰افغانيو او د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو بيه له ۱۰۸۰څخه ۱۰۷۰افغانيو ته را ټيټه شوې ده.
خو هغه زياته کړه چې نن د تېرې شنبې په څېر د يو لېتر خورشيد غوړيو عمده پلور بيه ،۱۰۲۰افغانۍ او ۲۴کيلوګرامه اول سېله پاکستانۍ ورېجو بيه ۲۰۰۰افغانۍ ده.
دغه راز د کابل ښار د منډوي چای پلورونکي نور احمد خيرخواه په وينا، دوی نن د تېرې شبنې ورځې په څېر يو کيلوګرام اندونيزيايي شين چای په ۲۸۰افغانۍ او يو کيلو افريقايي تور چای په ۳۰۰افغانۍ پلوري.
د ځينو توکو پرچون پلور، د عمده پلور له بيې سره کم توپير لري، خو ځينې بيا ډېر توپير لري.
احمدولي پنجشيری چې د کابل ښار دهن باغ کې د خوارکي توکو پلورنځی لري وويل، نن د ۵۰کيلوګرام قزاقي اوړو پرچون پلور بيه ۱۱۲۰ افغانۍ،د ۴۹کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه ۱۷۰۰افغانۍ،د ۱۶ليتره خورشيد غوړيو بيه ۱۱۰۰افغانۍ،د۲۴کيلوګرامه اول سيله پاکستانۍ وريجو بيه ۲۲۰۰افغانۍ، د يو کيلوګرام اندونيزيايي شنه چای بيه ۳۰۰افغانۍ او د يو کيلوګرام تور افريقايي چای بيه ۳۵۰افغانۍ ده.
د روسۍ طلا بيه يو څه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د تيمورشاهي جادې يوه زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وويل چې نن د تېرې شنبې ورځې په څېر يو ګرام ۷۵۰عيار عربي طلا په ۲۴۵۰افغانيو پلورل کېږي.
خو نوموړي زياته کړه چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله يوګرام ۵۸۵عياريه روسۍ طلا بيه له ۱۹۰۰افغانيو څخه ۱۹۵۰ ته لوړه شوې ده.
په کابل کې د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ۷۰.۸۰افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ۵۹۵افغانۍ پېرل کېږي.
د غويی په ۸مه، يو امريکايي ډالر په ۷۰.۳۰افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۹افغانيو تبادله کېدې.

شریک یي کړئ!