برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په کابل کې د القاعدې د مشر د حضور په اړه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي څرګندونې

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، په کابل کې د الظواهري حضور د طالبانو او امریکا ترمنځ د بې باورۍ لامل شوی او که دا ډله د قناعت وړ توضیحات وړاندې نه کړي، نو کیدای شي له واشنګټن سره د اړیکو د ټینګولو په ګډون د طالبانو د غوښتنو د پوره کولو پر وړاندې خنډ شي.


زلمي خلیلزاد پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوه مرکه کې ویلي: له ۱۸ کلونو راهیسې امریکا له طالبانو سره په جګړه کې وه او واشنګټن ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لار له طالبانو څخه د مشروع حکومت په رسمیت پېژندل دي. د خلیلزاد په وینا، د نړیوال وضعیت د بدلون او د جګړې د لوړ لګښت په څېر دلایلو امریکا دې پایلې ته ورسوله چې له طالبانو سره خبرو ته کېني او له هغه وروسته طالبان او افغان حکومت مذاکراتو ته داخل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې ټرمپ او بایډن دواړه دې پایلې ته رسېدلي و، چې که د افغان ډلو تر منځ د سولې تر موافقې پورې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وځنډوي، ښايي دا هوکړه ونه شي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو لامل شي چې دا له افغانستان څخه د وتلو د اړتیا په اړه د دواړو ولسمشرانو له دریځ سره په تضاد کې و

زلمی خلیلزاد د دې مرکې په بله برخه کې وویل د طالبانو له خوا د ورکړل شوې ژمنې له مخې، طالبانو په ۱۸ میاشتو  پر امریکايي ځواکونو هیڅکله برید نه دی کړی، په داسې حال کې چې په دې موده کې امریکا د افغان حکومت له ځواکونو سره مرسته کړې چې پر طالبانو برید وکړي.

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له پوځي انتخابه څومره ګټه اخیستل کېدای شي، وویل چې اوس مهال داسې نه بریښي چې پوځي انتخاب په لویه کچه لکه د افغانستان اشغال په میز کې وي، خو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امریکا د ګټو د دفاع لپاره پوځي عملیات په پام کې نیول شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي