برخه -څانګه : afghanistan, economic, fun, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په پلازمینی کابل کې د سرو زرو بیه دوه سلنه رالوېدلې او د ډېزلو بیه څلور سلنه لوړه شی ده

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس کابل ښار کې د تېرې شنبې ورځې په پرتله د ډيزلو بیه څلور سلنه زیاته شوې ده؛ خو د روسې سرو زرو بیه دوه سلنه او د بورې نرخ هم یو څه راټیټ شوی دی.


د کابل ښار وزیراباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وویل چې د تېرې شنبې په نسبت، یو ليټر ډيزل له ۵۳ افغانيو ۵۵ افغانيو ته لوړ شوي دي.
خو د هغه په وینا، د تېرې شنبې ورځې په څېر یو ليټر پټرول په ۵۵ افغانیو پلوري.
د لرګیو او اوبلن ګاز نرخونو بدلون نه دی کړی.
د دې ښار د تایمني څلورم سړک کې ګاز پلورونکي احمد جاوید وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په څېر یو کيلو اوبلن ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري.
همداراز د کابل ښار د شهيد څلورلارې کې د لرګيو پلورونکي خان محمد وويل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر، یو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ۷۱۰۰ افغانۍ او یو خروار سره ارچه لرګي په ۷۰۰۰ افغانۍ پلوري.
په خوراکي توکو کې د بورې بېه يو څه رالوېدلې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په پرتله، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په عمده ډول په ۱۳۲۰ افغانۍ او ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سيله وريجې په ۲۰۰۰ افغانۍ او ۱۶ ليټره خورشید غوړي په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
همداراز د کابل ښار منډوي کې چای پلورونکي نوراحمد خيرخواه وویل چې نن د تېرې شنبې ورځې په څېر یو کیلو اندونیزیايي شين چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو افريقايي تور چای په ۳۰۰ افغانیو پلوري.
د ځينو توکو د پلور پرچون بيې له عمده بیو سره په ځينو مواردو کې لږ او په ځینو کې بیا زیات توپير لري.
د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي وويل چې نن ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانۍ، پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سيله وريجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، د خورشيد ۱۶ ليټره غوړي په ۱۱۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرامه اندونيزيايي شين چای په ۳۰۰ افغانیواو یو کيلوګرامه افريقايي تور چای په ۳۵۰ افغانيو پلوري.
د روسي سرو زرو بيه دو سلنه راټيته شوې ده.
د کابل ښار تيمورشاهي واټ کې زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت، یو ګرام روسي سره زر له ۲۰۰۰ افغانیو ۱۹۵۰ افغانیو ته راټیټ شوي دي؛ خو نن د تېرې شنبې په څېر ۷۵۰ عیاره یو ګرام عربی سره زر په ۲۴۵۰ افغانیو پلوري.
نوموړي زیاته کړه چې د کابل ښار په بازارونو کې د سرو زرو د نرخ بدلون په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو نرخونو له بدلون سره تړاو لري.
د ليندۍ په اولسمه، یو امريکايي ډالر په ۷۵.۸۵ افغانیو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۴۳ افغانيو تبادله کېدې. ل کې د سرو زرو بیه دوه سلنه رالوېدلې د ډېزلو بیه څلور سلنه لوړه ده

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي