برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په پاکستان کې د افغان کډوالو د دوسیو د نه رسیدګیو په اړه شکایتونه

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال یو ځل بیا د هغه څه په اړه ، چې د دوی د کډوالو د دوسیو د نه رسیدګیو په اړه ویل کېږي خورا اندېښمن دي.


دوی وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او په پاکستان کې د لوېدیځو هېوادونو استازي د دوی غوښتنو ته هېڅ پام نه کوي.

په پاکستان کې دغه افغان کډوال وايي، چې له پرله پسې لاريونونو سره سره يې هېڅ بنسټ د دوی غږ نه دی اورېدلی او لا هم په بی سرنوشتۍ کې ژوند کوي.

په پاکستان کې یوه افغان کډوال وویل:

یو شمېر خبریالانو، د ښځو د حقونو فعالانو او مدني ټولنو له درېیو میاشتو راهیسې زموږ د کډوالۍ د دوسیو د نه رسیدګیو په اړه اعتراضونه کړي، خو تر اوسه یې موږ ته کوم ځواب نه دی راکړی.

په پاکستان کې یو بل افغان کډوال وايي: افغانان د ویزې د ختمیدو، د کار د نشتوالي او د کور د لوړ کرایې له ستونزو سره مخ دي.

دغو افغان کډوالو یو ځل بیا د کډوالو له ملاتړو بنسټونو او په اسلام اباد کې د لوېدیځو هېوادونو له استازو څخه غوښتي چې د دوی دوسیو ته دې رسیدګي وکړي.

په پاکستان کې افغان کډوال وايي: له ملګرو ملتونو او له کډوال منونکو هېوادونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانانو غږ واوري او زموږ قضیو ته پام وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي