برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله ۸۰ ماشومان مړه شوي دي

آریانانیوز: د کابل د اندراګاندي د ماشومانو روغتون وايي، په تېر یوه کال کې په دغه روغتون کې ۸۰ ماشومان مړه شوي دي.


په کابل کې د اندراګاندي د ماشومانو د ځانګړي روغتون مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې دغه روغتون ته ۱۱۲۵ ناروغ ماشومان د خوارځواکۍ له امله راوړل شوي چې له دې ډلې یې ۸۰ تنه مړه شوي دي.

د دغه روغتون د خوارځواکۍ د څانګې مشرې حسيبه يوسفي وويل، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې دغه روغتون ته په خوارځواکۍ اخته ٣٠٠ ماشومان راوړل شوي او له دې ډلې څخه ٩ يې د همدې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

یو شمېر ډاکټران په افغانستان کې د خوارځواکۍ تر ټولو مهم لاملونه بې وزلي، روغتیايي خدمتونو ته د کورنیو نه پاملرنه او او د ماشومانو د واکسین نه کول په ګوته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولو ولایتونو کې د خوارځواکۍ د درملنې امکانات نشته او کورنۍ یې د درملنې لپاره پلازمېنې ته راوړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي