برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان: د غیرقانوني کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان ځانګړی پلان

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې غیر قانوني کډوال به خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.


د پاکستان “دان” ورځپاڼې یو راپور خپور کړی او لیکلي یې دي چې له پرون راهیسې په کراچۍ ښار کې ۵۰ غیر قانوني کډوال نیول شوي دي.

د دې پاکستاني رسنۍ په وینا، په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو د نیولو لړۍ پیل شوې او په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو ټیمونه د مشکوکو کسانو په پېژندلو او د هغوی د هویت اسناد څېړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې په بېلابېلو ښارونو کې د مېشتو غیر قانوني کډوالو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

بګټي وویل چې موږ یو پروګرام جوړ کړی چې هغه کډوال چې په غیر قانوني توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. موږ د غیرقانوني مهاجرینو په اړه [د معلوماتو ترلاسه کولو] لپاره انعام هم ورکوو.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو مياشتو کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي