برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان د افغانستان د جنوب ختيځ د شیعیانو پر جومات ترهه ګريزه حمله وغندله

آریانانیوز: د پاکستان خارجه وزارت نن په يوې بيانيه کښې د افغانستان له حکومت ، ملت او د دغې ترهه ګريزې حملې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ او پېوستون څرګندونه وکړه.


دوه ترهه ګر د جُمعې په ورځ د پکتيا ولايت مرکز ګرديز ښار سره نزدې امام زمان نومې جومات له ننوتلو او په نمونځګزارو باندې له ډزو وروسته له ځان سره چاودېدونکي مواد وچاول چې له امله يې لږ تر لږه ۳۱ تنه نمونځګزاري شهيدان او له اتياو نه زيات ژوبل شول.
له دې مخکې د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزارت هم دغه جنايت وغندۀ او دا يې يو غېر انساني او جنايتکارانه اقدام وبلۀ.
که څه هم طالب ډلې په يوه بيانيه کښې په امام زمان نومې جومات باندې په ترهه ګريزه حمله کښې لاس لرل رد کړل خو دغه ډله په غېر مستقيمه توګه په افغانستان کښې د داعش او نورو فرقه پالو په ترهه ګريزو حملو کښې شريک ګڼل کيږي ځکه چې لکه طالبان له افغان حکومت سره د صلحې خبرو اترو چمتو کيږي نو د دغه هېواد فوځ کولې شي په افغانستان کښې ترهه ګرې ډلې له منځه يوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array