برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۵ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

پاکستان: حقاني شبکه په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس لري

د خیبر پښتونخوا صوبې د عمومي مفتش مرستیال په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د حقاني شبکې لاس لرل اعلان کړل.


د خېبرپښتونخوا د عمومي مفتش مرستیال وايي په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د حقاني شبکې د لاس لرلو کره شواهد شته.

خالد ویلي، په ټول پاکستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ پاکستاني او افغان ترهګر د ترهګریزو فعالیتونو لپاره آماده دي.

سهيل خالد په خيبر پښتونخوا ايالت کې د تروريستي پيښو د زياتوالي د علت په باب زياته کړه، د بهرنيو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د حکومت له نسکوريدو وروسته يو زيات شمير جنګيالي له پاکستاني ملېشو سره يوځاى شوي دي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته په سلګونو پاکستاني جنګیالي چې د افغان طالبانو ترڅنګ جنګیدل هم له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شوي دي.

د سهیل خالد په وینا، په تېرو اتو میاشتو کې زیاتره ځانمرګي بریدونه د افغان ترهګرو له خوا شوي او دا ټول معلومات په رسمي ډول تایید شوي دي.

د خالد په وینا، تحریک طالبان پاکستان خپل تنظیم د افغان طالبانو د ماډل پر بنسټ تنظیم کړی او پاکستان یې په بېلابېلو ولایتونو وېشلی دی.

د سهیل خالد په وینا، تحریک طالبان پاکستان اوسمهال په افغانستان کې په ازاده توګه تګ راتګ کوي، په داسې حال کې چې دې ډلې په تېر افغان حکومت کې د ګرځېدو چانس نه درلود.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارو د یو شمیر پلان شویو بریدونو مخه نیولې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي