برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

واشنګټن پوسټ: په افغانستان کې د داعش فعالیت پراخ شوی دی

واشنګټن پوسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د داعش خراسان څانګې په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.


واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونو په اړه یو راپور خپور کړی دی. د دغه راپور له مخې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې فعالیت د طالبانو له واکمنۍ وروسته زیات شوی دی.

واشنګټن پوسټ د SITE استخباراتي ډلې په حواله چې د ترهګرو ډلو څارنه کوي، لیکلي چې د داعش خراسان څانګې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې ۲۲۴ بریدونه کړي دي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، په کابل کې د طالبانو سرچینو د کوتل خیرخانې په سیمه کې پر صدیقیه جومات وروستی خونړی برید د داعش کار بللی دی، که څه هم تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د ملګرو ملتونو د څار ډلې ویلي چې د داعش اصلي مرکز د تېر کال په وروستیو کې په افغانستان کې د دغې ډلې له خراسان څانګې سره ۵۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته کړې ده.

مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک تر لاسه کړي، ملګرو ملتونو اټکل کړی و چې په افغانستان کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۲۰۰ پورې داعش جنګیالي موجود دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي