برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

نړیوال بانک په افغانستان کې خپلې پروژې وځنډولې

آریانانیوز: نړیوال بانک د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو د مودې غځولو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.


نړیوال بانک اعلان کړی، چې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د اندېښنو له امله یې د ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو تمویل بند کړی دی.

ټاکل شوې وه چې دغه پروژې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له لارې تمویل شي او د زراعت، پوهنې، روغتیا او معیشت د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د اژانسونو له خوا چمتو او اجرا شي.

نړیوال بانک د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو پر تړلو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

یاد بانک پر دې خبره ټینګار کړی چې دا څلور پروژې به یوازې د تصویب لپاره د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق تمویل کونکو ته وسپارل شي که “نړیوال بانک او شریکان یې د وضعیت ښه پوهه ولري او ډاډه وي چې د پروژې اهداف پوره کیدی شي.”

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي