برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي انزوا د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې ګواښي

آریانانیوز: نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصادي انزوا د پخواني حکومت له ړنګېدو او د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته د دغه هېواد شل کلنې پرمختیايي لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړې دي.


نړیوال بانک په دې اړه یو راپور خپور کړی دی په وروستیو میاشتو کې د افغانانو د سړي سر عاید شاوخوا یو پر دریمه برخه راښکته شوی، کوم چې به د بې وزلۍ، بې ځایه کیدو او د بنسټپالنې د خپریدو لامل ګرځي.

نړیوال بانک هم په دې باور دی چې دا ستونزه نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ ګواښي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته سمدلاسه له دغه هېواد سره نړيوالې مرستې بندې شوې او خپلو بهرنيو شتمنيو ته د مرکزي بانک لاسرسی محدود شو.

دغه سیاسي سقوط هم د دې لامل شو چې ډیری کاروبارونه وتړل شي او له هېواد څخه د سرمایې د لیږد لامل شو.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي